۰

بغلان کې ترافیکي پېښې ۴۰ تنه ټپیان کړي دي

دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
سیمه ییز ترافیک چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۴۰ مسافر ټپیان شوي دي.
بغلان کې ترافیکي پېښې ۴۰ تنه ټپیان کړي دي

سیمه ییز ترافیک چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۴۰ مسافر ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لړم ۲۶ مه) د کندوز – بغلان پر لویه لار د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې رامنځ ته شوې.

د د بغلان ولايت د ترافيکو مدير سمونيار محمد نبي نبي زاده وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو ۳۰۴ مسافر وړونکی موټر له سړک اوښتی او اوبو ته غوځېدلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.

خو د کندوز د ولایتي روغتون آمر محمد نعیم منګل وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۴۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي