کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د بغلان د ولایتي شورا د مرستیال او پلخمري د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان امین اکاخېل تر منځ وسله واله نښته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، دغه نښته پرون چهارشنبې د تلې ۱۰ مه ماښام مهال رامنځ ته شوې.
نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په نښته کې د ولایتي شورا مرستیال او د پولیسو قوماندان ټپیان شوي او دغه راز د سیمه ییزه پولیسو د همدې مشر ورور وژل شوی دی.
د هغه په وینا د نښتې لامل تر اوسه نه دی معلوم، او د کورنیو چارو د وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ پلاوی د مسئلې د څېړنې لپاره ټاکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل