د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، هغه وسله والې ډلې چې د سولې پر ځای په جګړه ټینګار کوي، د افغان ځواکونو له خوا به وځپل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی خالد پرون شنبې د سلواغې ۶ مه کونړ ولایت ته تللی او دغه څرګندونې یې هلته د افغان پوځ له چارواکو او ځايي خلکو سره لیدلي دي.
ښاغلی خالد کونړ کې د افغان پوځ د شهید شویو سرتېرو کورنیو ته تسلیت او دغه راز د افغان پوځیانو پوښتنه یې کړې ده.
نوموړي په خاص کونړ ولسوالۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې و ویل، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو په وینا یې هغه ډلې چې د سولې پر ځای په جګړه ټینګار لري، د افغان ځواکونو له خوا به وځپل شي.
د خالد په باور افغان پوځیان پیاوړي دي او له خپلې خاورې او ولس څخه د دفاع پوره پوره وړتیا لري او هغوی چې سولې ته نه چمتو کېږي وبه یې ځپي.
هغه ټینګار وکړ، دا چې افغان حکومت د سولې لپاره ګامونه اوچت کړي دوی هم د هغو ډلو پر وړاندې له نرمۍ کار اخلي چې د سولې لار خپلوي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر پر خلکو او ولسونو غږ کړی چې له خپل پوځ سره همکاري وکړي ځکه دغه ځواکونه د دوی د امنیت لپاره تیار دي.
جمهورخبري آژانس:کونړ