د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هلمند ولایت ته تللي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرت وايي، اسدالله خالد، مسعود اندرابي او سکاټ مېلر نن پنشنبې د کب ۱۶ مه له غرمې وروسته هلمند ولایت ته سفر کړی دی.
خبرپاڼه وايي، دوی د هلمند ولایت د امنیت ارزولو په موخه سفر کړی او دا مهال د شورابک په پوځي اډه کې حضور لري.
دغه لوړ پوړي امنیتي مسوولین داسې مهال هلمند ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې په شوراب پوځي اډه د وسله والو طالبانو له خوا ډلیز برید وشو.
امنیتي چارواکي وايي، په دغه برید کې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
د دغه پېښې څخه څو ورځې وروسته ښاغلي اسدالله خالد و ویل، چې دغه برید په پاکستان کې د مېشتې جیش محمد وسله والې ډلې له خوا پلان او تر سره شوی، چې په وینا یې غچ به یې واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل