۰

خلیلزاد د قطر خبرو جزیات له ولسمشر غني سره شریک کړل/ پر موقت حکومت هېڅ ډول خبرې نه دي شوې

دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۲
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب پلاوي سره د خبرو جزیات له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړل.
خلیلزاد د قطر خبرو جزیات له ولسمشر غني سره شریک کړل/ پر موقت حکومت هېڅ ډول خبرې نه دي شوې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب پلاوي سره د خبرو جزیات له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې په قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځینو مذاکراتو وروسته کابل ته راغلی، پرون یکشنبې د سلواغې ۷ مه ماښام یې په ارګ کې ولسمشر غني او حکومتي چارواکو سره د دغه خبرو جزیات شریک کړل.

ښاغلي خلیلزاد هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې د قطر په ناسته کې له طالبانو سره پر موقت حکومت او د نظام پر جوړښت خبرې شوې دي.

نوموړي په دې اړه د بهرنیو او کورنیو راپورونه ناسم او ګنګوسې وبللې و یې ویل، چې د قطر په ناسته کې له طالبانو سره د افغانستان د نظام راتلونکي جوړښت په اړه هېڅ راز خبرې او بحث نه دی شوی.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه راز خلیلزاد د موقت حکومت خبره هم رد کړه او ویې ویل« د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم.»

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زیاته کړې، چې له طالبانو سره یې د اوربند په مسئله بحث کړی خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

هغه زیاته کړې، له طالبانو سره په خبرو کې امریکا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې دوامدارې سولې ته د رسېدو یوازینۍ حللاره بین افغاني مذاکرات دي.

نوموړی وايي، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه امریکایان ورسره هیڅ ډول پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی، که چېرې د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول تصمیم نیول کېږي دا به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ په تفصیلي ډول تر بحث لاندې نیول کېږي.

ده په دې اړه چې ایا طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په اړه تصمیم ونیسي او که نه، وویل، د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره به بیا له طالبانو سره وګوري.

د ارګ خبرپاڼه وايي، د خبرو په پای کې ولسمشر غني له ښاغلي خلیلزاد څخه مننه وکړه او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په خاطر یې د امریکا د متحدوایالتونو د دولت هڅې وستایلې.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي