د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د هېواد په ۷ ولایتونو کې د سختو سېلابونو او ورښتونو احتمال شته.
دغه رياست نن چهارشنبه د ثور په ۱۹مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې سبا پنجشنبه د ثور په ۲۰مه به په هرات، بادغيس، فارياب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان کې نسبتاً سخت اورښتونه وشي.
د اعلامیې پر بنسټ، دغه بارانونه په بېلابېلو ځایونو کې د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ اټکل شوي دي.
اعلامیې همدا راز زیاته کړې چې په شمال، شمال لویدیځ، لویدیځ، سویل او سویل لویدیځو سیمو کې د سختو بادونو امکان شته.
په اعلامیه کې راغلي چې د دې بادونو سرعت به په ساعت کې د ۳۰ او ۷۵ کیلومترو ترمنځ وي.
خبرگزاری جمهور