۰

پاکستانیان، د افغان کډوالو په نوم د مرستو ټولولو په لټه کې دي

یکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۰
پاکستاني رسنۍ وايي، یو شمېر پاکستانیان د افغان کډوالو په نوم له ملګرو ملتونو د مرستو تر لاسه کولو په لټه کې دي.
پاکستانیان، د افغان کډوالو په نوم د مرستو ټولولو په لټه کې دي
پاکستاني رسنۍ وايي، یو شمېر پاکستانیان د افغان کډوالو په نوم له ملګرو ملتونو د مرستو تر لاسه کولو په لټه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپانې ویلي، د دغه هېواد د ملي احصایې اداره تر ۱۰ زره ډېر پاکستانیان یې پېژندلي چې د ملګروملتو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره یې ځانونه افغان کډوال ښودلي وو.

سرچینې ویلي، دغه خبره د نادرا ريیس عثمان یوسف مبین د پاکستان مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمېټې ته د بلاک شویو الیکترونیکي کارتونو (برقي تذکرو) په اړه د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې کړې ده.

نوموړي ویلي، د پاکستانیانو له لوري د افغان کډوالو جعلي اسناد د دوی د ادارې د سیستم له خوا هغه وخت وپېژندل شول چې دا کسان د خپلو پاکستاني  الیکترونکي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره د دوی څانګو ته ورغلل.

مبین وايي د دغو کسانو الیکترونیکي کارتونه بلاک شوي وو.

د پاکستان د ملي ډاتابېس او راجسترېشن (نادرا) په وینا دغو کسانو د دې لپاره چې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ هر بېرته ستنېدونکي افغان کډوال ته ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکول، د افغان کډوالو اسناد اخیستي وو.

د نادرا ريیس عثمان یوسف مبین د پاکستان د مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمېټې ته دا هم ویلي، چې د خپلې خوښې ستنېدا د پروګرام پر اساس شاوخوا یو ملیون افغان کډوال بېرته افغانستان ته تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي