پاکستاني رسنۍ وايي، یو شمېر پاکستانیان د افغان کډوالو په نوم له ملګرو ملتونو د مرستو تر لاسه کولو په لټه کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپانې ویلي، د دغه هېواد د ملي احصایې اداره تر ۱۰ زره ډېر پاکستانیان یې پېژندلي چې د ملګروملتو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره یې ځانونه افغان کډوال ښودلي وو.
سرچینې ویلي، دغه خبره د نادرا ريیس عثمان یوسف مبین د پاکستان مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمېټې ته د بلاک شویو الیکترونیکي کارتونو (برقي تذکرو) په اړه د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې کړې ده.
نوموړي ویلي، د پاکستانیانو له لوري د افغان کډوالو جعلي اسناد د دوی د ادارې د سیستم له خوا هغه وخت وپېژندل شول چې دا کسان د خپلو پاکستاني الیکترونکي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره د دوی څانګو ته ورغلل.
مبین وايي د دغو کسانو الیکترونیکي کارتونه بلاک شوي وو.
د پاکستان د ملي ډاتابېس او راجسترېشن (نادرا) په وینا دغو کسانو د دې لپاره چې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ هر بېرته ستنېدونکي افغان کډوال ته ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکول، د افغان کډوالو اسناد اخیستي وو.
د نادرا ريیس عثمان یوسف مبین د پاکستان د مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمېټې ته دا هم ویلي، چې د خپلې خوښې ستنېدا د پروګرام پر اساس شاوخوا یو ملیون افغان کډوال بېرته افغانستان ته تللي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل