راپورنه وايي، مصر کې د دوه اورګاډو تر ټکر وروسته اور لګېدنې ۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د مصر په پلازمېنه قاهره کې رامنځ ته شوې، چې د اورلګېدنې له امله کابو ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مصري رسنیو راپور ورکړی، چې دا اورلګېدنه وروسته تر هغه رامنځته شوه کله چې یو ریل ګاډی د رمسیس په سیمه کې له یو دیوال سره وجنګېد.
مصري چارواکو ویلي، د یاد ټکر له امله سمدستي اورلګېدلی دی او اور دومره تېز خور شوی دی چې دوی ته یې د خلکو د ژغورلو وخت هم نه دی ورکړی.
د چارواکو په وینا د اور وژنې ډله سیمې ته رسېدلې او له څو ساعتونو وروسته د اور په کنټرولولو بریالۍ شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل