۰
هندي رسنۍ:

د جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر وژل شوی دی

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
هندي رسنۍ وايي، په پاکستان کې د مېشتې جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر د هند د هوايي ځواک په تېر برید کې وژل شوی دی.
د جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر وژل شوی دی
هندي رسنۍ وايي، په پاکستان کې د مېشتې جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر د هند د هوايي ځواک په تېر برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د تېرې فبروۍ میاشتې په ۱۴ مه نېټه یو ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۴۴ هندي سرتېري و وژل شول او همدومره نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت د جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، چې د هندي چارواکو په وینا دغه ډله په پاکستان کې ده او د دغه هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.

له برید وروسته هندي چارواکو ویلي و، چې په وار وار یې له پاکستانه غوښتي، چې د دغه برید په غبرګون کې د جیش محمد پر وړاندې عملي اقدامات وکړي، خو پاکستان ورته هېڅ ډول پاملرنه ونه کړ او له پاکستانه یې د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

تر دې وروسته د هند هوايي ځواک د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۵ مه نېټه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د بالاکوټ په پلواما سیمه کې د جیش محمد وسله والې ډلې پر یوه لوی مرکز برید وکړ.

هندي چارواکو ویل چې د هند معراج ۲۰۰۰ الوتکو هغه مهال د جیش محمد پر مرکز برید وکړ، چې د پاکستان پوځ د یادې ډلې مشر مسعود اظهر له یوه ځایه بل ته لېږداوه.

هغه مهال هندي چارواکو ویلي و په دې اړه معلومات نه لري، چې مسعود اظهر په دغه برید کې وژل شوی او که نه خو د دغه ډلې د ۳۵۰ وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

خو اوس هندي رسنیو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په هغه برید کې ټپي او د مارچ په دویمه نېټه یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

هندي رسنۍ وايي، مخکې ویل کېدل، چې مسعود اظهر ناروغ دی او د پاکستان د پوځ په سینا روغتون کې در درملنې لاندې دی، خو په وینا یې هغه په دې برید کې وژل شوی او پاکستان یې مړینه پټوي.

که څه هم هندي چارواکو تر برید وروسته د ګڼو جیش محمد وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې وه، خو هغه مهال پاکستان دغه ادعا رد کړې وه او ویلي یې و، چې برید په یوه غرنی او ځنګلي سیمه کې شوی، چې هېچا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي