۱

اتمر؛ د ولس د اعتماد وړ څېره

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۶
ښاغلی اتمر، د جمهوري ریاست نوماندانو په ډله کې د باور وړ نوماند دی، د افغانستان په قضیه کې له ټولو ښکېلو کورنیو او بهرنیو لوریو سره ښې سیاسي اړیکې لري او یو پیاوړی، نوښتګر او پالیسي‌سازه شخصیت لري.
اتمر؛ د ولس د اعتماد وړ څېره
ښاغلی اتمر، د جمهوري ریاست نوماندانو په ډله کې د باور وړ نوماند دی، د افغانستان په قضیه کې له ټولو ښکېلو کورنیو او بهرنیو لوریو سره ښې سیاسي اړیکې لري او یو پیاوړی، نوښتګر او پالیسي‌سازه شخصیت لري.

اتمر د حامدکرزي جمهوري ریاست په لومړیو لسو کلونو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، پوهنې وزیر او دوه ځله د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې.

افغانان هغه وخت د ښاغلي اتمر له کاري وړتیا او نبوغ څخه اغېزمن شول چې د ملي‌ پیوستون پروګرام د پلي‌تابه مسوولیت یې پرغاړه واخست؛ هغه برنامه چې د کلیوالي سیمو له‌پاره یې نه‌یوازې رغنیزې پروژې په نظر کې نیولې، بلکې کلیوالي یووالي او یو موټي‌توب ته یې هم پاملرنه کوله.

اوس چې اشرف غني د جمهوري ریاست په دویمه دوره کې بیا هم واک ته د رسېدو په هڅه کې دی، د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار؛ یعنې اتمر یې په انتخاباتي ډګر کې د یوه مخکښ او پیاوړي نوماند په توګه ولاړ دی او د اشرف‌غني د بري چانس یې خورا ډېر راغورځولی دی. همدغه وېره ده چې ارګ له هر ممکنه فرصت څخه په ګټه‌اخستلو د اتمر پرضد له تعصبه ډکې موضع‌نیونې کوي، خو دا اتمر دی چې په سړه سینه ورسره چلند کوي.

له بل لوري د افغانستان هر وګړي ته جوته ده چې اتمر په وروستیو کلونو کې په لويو او مهمو ملي سیاست‌اېښودنو کې حیاتي نقش درلود او له سترو سیاسي سټو او نوموتو څېرو سره د ښو اړیکو له امله د لوړې کچې محبوبیت لري. سربېره پر دې د اتمر بله ځانګړنه دا ده چې د مهاجرو په اړوندو چارو او کارونو کې ښکېل پاتې شوی او تر بل هر چا د خپلو مهاجرو وروڼو- خویندو او هېوادوالو له دردونو او ستونزو څخه واقف او خبر دی.

علاوه پر دې ټول افغانان په دې هم پوهېږي چې د ښاغلي کرزي په وخت کې د کورنیو چارو له وزارت څخه د هغه استعفا د دې لامل شوه چې په امنیتي سکټور په تېره بیا د کورنیو چارو وزارت په کچه افغانستان شاتګ وکړي او په اړوند وزارت کې اصلاحي او رغوونکې کوښښونه پیکه او کم‌رنګه شي. په پام کې وه چې د محمد حنیف اتمر تر مشرتابه د کورنیو چارو په وزارت کې د پام وړ رغوونکې چارې او کارونه ترسره شي. د دغو اصلاحي اقداماتو له ډلې په منل‌شوې او انډول شوې کچه د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو معاشاتو له لوړېدو، د پولیسو د تعلیم او تربیې له مسلکي کولو او په پیسو د چوکیو د پېر او پلور له مخنیوي او د رشوت‌خورو د لاسونو له لنډولو یادونه کولای شو.

د دې ترڅنګ د ملي امنیت شورا سلاکار په توګه د ښاغلي اتمر لاسته‌‌راوړنې د دې لامل شوې چې د یوه پیاوړي او قوي کاندید په توګه رامیدان ته شي. دا خبره په دې بنسټ کوو؛ هغو سیاسي مخالفانو چې په تېروتنې سره پرله‌پسې به یې په غوښتلې او ناغوښتلې توګه پر اتمر نیوکې او انتقادونه کول، نن یې ټول تر څنګ ولاړ دي او په ټاکنو کې یې په کلکه سیاسي ملاتړ کوي.

د ښاغلي اتمر د وینا قوت، او د هېواد له وضعیت څخه یې پر ځای شننې او ارزونې او د مذاکرو او اخبرو اترو له تخنیکونو څخه یې د لوړې کچې پوهاوی او له سیاسي نزاکتونو سره یې اشنايي د دې لامل شوه چې د ګلبدین حکمتیار په څېر د نظام او حکومت یو سرسخته مخالف د خبرو مېز ته راکاږي او د سولې له بهیر سره یې غوټه کړي.

د سولې په رابطه د اتمر دې بریالیتوب نه‌یوازې افغان سیاسیون ګوته په غاښ کړل، بلکې نړیواله ټولنه هم ورته ګوته په غاښ پاتې شوې، او اوس ټول په دې پوهېږي چې اتمر د انتخاباتي ډګر تر ټولو غښتلی، پیاوړی او د اعتماد وړ نوماند دی.

 که څه هم اشرف‌غني په ډېره ځېرکۍ هڅه کوي چې له طالبانو سره د تېر کال اختر د درې ورځني اوربند کریډیت په خپل نوم کړي، خو واقعیت دا دی چې د افغانستان په قضیه کې له ټولو ښکېلو لوریو، په تېره بیا د پاکستان پوځ له عمومي قومندان سره په اسلام اباد کې د هغه د وینا او خبرو اغېز و چې طالبان یې درې‌ ورځني اوربند ته رامات کړل.

اشرف‌غني چې واک تر رسېدو دمخه او وروسته یې د بهرني او کورني سیاست په اړوند بېلابېلې حلقې تعریف کړې وې، په یوه کې هم چندان بریالی ونه‌خوت او د غطو او ناسمو پالیسو له کبله یې چې له بدلېدونکي او متغیر مزاج څخه یې سرچینه اخلي، ان له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ژوبلې کړې.

خو اتمر همېش د بهرني سیاست په ډ‌ګر کې هڅه کړې چې د غني د نه‌ منلو وړ او غلطو پالیسیو تېروتنې اصلاح او پر افغانانو د نړیوالو ژوبل شوی باور، ورغوي.

فساد چې جمهور رئیس غني یې د له‌منځه وړلو درواغجنې وعدې کولې، نه‌یوازې پراخ او زیات شو، بلکې د نړیوالو مرسته‌کوونکو باور یې هم په ټینګه زیانمن کړ او ټولو د فساد له منځه‌وړلو په برخه کې اتمر ته سترګې رااړولي او هیله کوي چې ولسمشر شي.

د سولې په رابطه چې غني به د خپل حکومت په اوایلو کې خلکو ته درواغجني وعدې ورکولې او ان بیا بیا یې دا یادونه هم کړې وه چې په دغه لاره کې به له خپل سر هم شي، خو نن سبا نه یوازې د خپلې بقا او قدرت غم ورسره دی، بلکې په ډېری مواردو کې د سولې حرکتونو او هڅو پر وړاندې خنډونه هم جوړوي.

خو بل خوا موږ د سر په سترګو ولیدل چې حنیف اتمر له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې رغنده رول ولوباوه او د لومړي ځل له‌پاره یې د افغانستان په تېر ۱۹کلن تاریخ کې طالبان له افغان سیاسیونو سره د سولې مذاکراتو پر مېز راټول کړل.

 لنډه دا چې اتمر په کورنۍ، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په رابطه هغه د اعتماد وړ څېره ده چې د افغانانو د کلونو کلونو هیله(سوله) ممکنه کولای شي. اتمر په خپل ملت پوره باور لري- ملت ته هم ښايي چې په اتمر باور وکړي او د دې فرصت ورته برابر کاندي چې افغانستان په مثبت لوري رهي کړي.

عنایت همدرد
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي