۰

د سولې او اعتدال ټیم د جنرال دوستم پر موټریز کاروان برید ته غبرګون ښودلی

یکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر موتریز کاروان وسله وال برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د سولې او اعتدال ټیم د جنرال دوستم پر موټریز کاروان برید ته غبرګون ښودلی
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر موتریز کاروان وسله وال برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له نېکه مرغه ښاغلی دوستم له دغه بریده روغ وتی، خو پر حکومت غږ کو، چې د دغه برید د هر اړخیزې څېړنه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي پر ښاغلي دوستم پر داسې مهال برید کېږي، چې هغه د افغانستان د ولسمشرۍ لومړی مرستیال دی او دا د حکومت دنده ده، چې د سیاسي شخصیتونو او ټولو هېوادوالو امنیت خوندي کړي.

د سولې او اعتدال ټیم په جدید سره په حکومت ټينګار کړی، چې د سیاسي شخصیتونو د امنیت ساتنې ته پاملرنه وکړي.

باید و ویل شي، چې جنرال دوستم پرون له ترکیې هېواد ته راستون شو او بلخ کې یې خپلو پلویانو ته تر وینا وروسته د جوزجان پر لور وخوخېده.

هغه جوزجان ته په لاره و، چې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په علم خېل، مرګین تپه شرشرک، خان آباد، سلېمان خېل، جوی اوزبیک، تیمورک او چوبه کلیو کې یې په موتریز کاروان بریدونه وشول.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج وايي، په دغه برید کې د ښاغلي دوستم یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

په ورته وخت په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د برید پر مهال ځانګړي افغان کمانډو ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پر طالبانو یې مرګوني بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د کمانډو په بریدونو کې د طالبانو یو مهم او کلیدي قوماندان زلمی مشهور په سنګري له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، په دغه جګړه کې د طالبانو یو بل کلیدي غړی هم نیول شوی، چې د پوښتو لپاره شبرغان ښار ته لېږدول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال دوستم په بلخ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې و ویل، که ولسمشر او د امنیت شورا اجازه ورکړي، په شپږو میاشتو کې به ټول شمال د وسله والو له شتون څخه پاک کړي.

هغه د سولې خبرو ته هم هلیه مندي وښوده خو زیاته یې کړه، که د سولې خبرې نتیجه ورنکړي، نو د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ دی او پر هغه توره به ترې دفاع وکړي، چې له پلار او نیکه ورپاتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي