۰
خلیلزاد:

ښايي تر ټاکنو وړاندې سوله ونه شي،ټاکنو ته باید چمتوالی ونیول شي

سی شنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۴
د افغان حکومت له مشرانو او سیاسیون سره تر کتنې وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي د ټاکنو لپاره چمتوالی باید ونیول شي.
ښايي تر ټاکنو وړاندې سوله ونه شي،ټاکنو ته باید چمتوالی ونیول شي
د افغان حکومت له مشرانو او سیاسیون سره تر کتنې وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي د ټاکنو لپاره چمتوالی باید ونیول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون دوشنبې کابل ته راغلی او د ولسمشر غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، د سولې عالي شورا دارالانشا له رییس محمد عمرداودزي، استاد سیاف او یو شمېر نورو سیاسي څېرو سره جلا جلا وکتل او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

خلیلزاد ویلي، که څه هم تمه لري، چې افغان حکومت او طالبان تر ټاکنو وړاندې د سولې یوه توافق ته ورسېږي، خو په وینا یې د دې چانس شته، چې تر ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې ښکېل لوري د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو باید د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره چمتوالی ونیول شي.

د خلیلزاد په خبره د دوی هڅه دا ده، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته لار هواره شي او دواړه لوري یوه داسې توافق ته ورسېږي، چې عملي بڼه ولري.

نوموړي زیاته کړې،هڅه کوي چې په نږدې راتلونکې کې له طالبانو سره پر څلورو موضوعاتو توافق وشي.

دغه څلور ټکي، چې خلیلزاد یې له طالبانو سره توافق ته د رسېدو تمه لري، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور، د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې نه ګواښ، د افغانانو تر منځ خپل منځي خبرې او یو دایمي او بشپړ اوربند دی.

خلیلزاد پر دغه څلورو مواردو هوکړې ته د رسېدو تمه پر داسې مهال څرګندوني، چې طالبانو هم ویلي په تېر کې یې له امریکايي لوري سره ګتورې وې او تمه لري، چې په راتلونکي پړاو خبرو کې پر ځینو مواردو توافق ته ورسېږي.

پاک ترېبیون ورځپاڼې پرون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله ویلي و، که د بهرنیو ځواکونو د وتلو ستونزه حل شي، نو د افغانانو تر منځ د شته ستونزو حل اسانه دی.

شاهین د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل« په راتلونکي پړاو کې به پر اوربند، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له کابل ادارې سره د مذاکراتو پر پیلولو یوې نتیجې ته ورسېږي.»

د هغه په وینا دوی تمه لري چې په راتلونکي پړاو خبرو کې به یوې هوکړې ته سره ورسېږي او دا هوکړه به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټه هم مشخصه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي