ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ډېر ژر د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا پر هڅو په یوه غونده کې خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د روانې اوونۍ په پای کې جوړه شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبې ویلي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو به د راتلونکې پنشنبې په ورځ په واشنګټن کې په افغانستان کې د امریکا د سولې پر هڅو خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې ناسته کې به د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ناټو پر رول هم خبرې وکړي.
هغه د د خلیلزاد هلو ځلو ته په اشارې ویلي، چې سفیر خلیلزاد تازه تېره اوونۍ په ناټو کې له متحدانو سره د څلورم ځل لپاره سلامشورې وکړې.
د هغه په وینا د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانان، او په کابل کې د ناټو جګپوړی ملکي استازی له خلیلزاد سره له نژدې همږغي کوي.
ینس سټولټنبرګ زیاته کړې«موږ په افغانستان کې په ګډه دېره یوو او هلته به د خپل حضور په اړه په ګډه پرېکړه کوو.»
ناټو پر داسې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا پر هڅو خبرې کوي، چې د افغان سولې لپاره د امرکیا ځانګړی اتسازی زلمی خلیلزاد پرون دوشنبې کابل ته راغلی دی.
نوموړي له افغان ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د سولې عالی شورا د دارالانشا له رییس محمد عمر داودزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو سیاسي څېرو سره لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
خلیلزاد له افغان چارواکو او سیاسیون سره خبرو کې ټینګار کړی، چې د امریکا هڅه دا ده، چې بین الافغاني خبرو ته لار هوار او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل