سیمه ییز چارواکي وايي افغان هوايي ځواک د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ کې پر طالبانو مرګوني هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د چارواکو په وینا پر طالبانو هغه مهال برید وشو، چې دوی د ملي اردو په شپږم کنډ ډلیز بریدونه پیل کړل.
د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب
جمهور خبري آژانس ته و ویل، د فراه لپاره د طالبانو نومول شوي والي ملا عبدالرحمن مشهور په ملا مشر خپلو ملګرو سره یو ځای پرون دوشنبې د وري ۱۲ مه بکواه ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر شپږم کنډک بریدونه پیل کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر همدې مهال د پوځ چورلکو پر طالبانو بمبار وکړ.
دی وایي، په دغه جګړه او هوايي بریدونو کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د فراه د پولیسو ویاند و ویل، چې په وژل شویو کسانو کې څلور طالب قوماندان ملا غفور، ملا شکور، ملا سخي و ملا صدیق هم شامل دي.
هغه دا هم زیاته کړه، چې په دې هوايي بریدونو کې د طالبانو مرستیال والي او سرې قطعې قوماندان هم ورک شوي دي او یوه اندازه سولې او وسایل د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه