۰
عمران خان:

پوځ او ISI به د افغان جهاد د وخت وسله والې ډلې له منځه وړي

چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي افغانستان کې د جهاد له پای ته رسېدو سره سم باید پاکستان کې رامنځ ته شوې وسله والې ډلې نه وای پرېښودل شوې.
پوځ او ISI به د افغان جهاد د وخت وسله والې ډلې له منځه وړي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي افغانستان کې د جهاد له پای ته رسېدو سره سم باید پاکستان کې رامنځ ته شوې وسله والې ډلې نه وای پرېښودل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمرا خان دغه څرګدونې پرون سه شنبې د وري ۲۰ مه له یوې ډلې بهرنیو خبریالانو سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، هغه مهال چې افغانستان کې جهادی باید ته ورسېدو، پاکستان کې رامنځ ته شوې وسله والې ډلې باید فعالیت ته نه وای پرېښودل شوې، بلکې بندې شوې واي.

هغه زیاته کړې، چې دغه وسله والو ډلو ته اوس اړتیا نشته او د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (ای اېس آی) ژمن دي، چې دغه ډلې له منځه یوسي.

د پاکستان لومړي وزیر دا هم ویلي، چې پوځ او استخبارات به نور وسله والې ملېشې او ډلې فعالیت ته پرېنږدي او دغه راز د مدرسو د کنټرول لپاره هم کمپاین پیل شوی دی.

عمران خان پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې پاکستان په ځانګړې ډول د دغه هېواد پوځ او استخبارات په نړیواله کچه په دې تورن دي، چې د وسله والو ملاتړ کوي.

د پاکستان پوځ او استخبارات نه یوازې د وسله والو ډلو پر ملاتړ تورن دي، بلکې ویل کېږي وسله والو ته روزنه او مالي ملاتړ یې هم کوي او د پاکستان په خاوره کې یې ورته پټنځایونه او روزنځایونه ورکړي دي.

له دې سره پر پاکستان دا تور هم دی، چې په دیني مدرسو کې یې تر ډېره د دیني زده کړو پر ځای ترهګریزې زده کړې ورکول کېږي او بیا یې د جګړو او بریدونو لپاره افغانستان او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته لېږي.

په نړیواله کچه ویل کېږي، چې پاکستان په افغانستان کې د وسله والو ډلو پر مټ نیابتي جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي د ترهګرو د ملاتړ له لارې په سیمه کې خپل اهداف تر لاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي