د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله، د امریکا د ملي دموکراتیک انستېتیوت د آسیايي څانګې له رییس پیټر منیکاس سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست په یوه خبرپانه کې ویلي ښاغلي عبدالله نن پنشنبې د وري ۲۲ مه په خپل دفتر کې له ښاغلي منیکاس سره ولیدلي.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو پر افغان سوله، راتلونکو ټاکنو او د هېواد په روانو امنیتي حالت باندې خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله د امریکا د ملي دموکراتیک انستېتیوت له همکاریو او مرستې د مننې تر څنګ و ویل، چې افغان ولس په یوه خوله له ولسواکۍ ملاتړ کوي او پر دې باور دي، چې ټاکنې بدیل نه لري.
خبرپاڼه د امریکا د ملي دموکراتیک انستېتیوت د آسیايي څانګې د مشر له قوله وايي، چې دوی به له افغان دولت او افغان ولس سره خپلو مرستو او همکاریو ته په ځانګړي ډول د مدني او دموکراتیکو بنسټو د پیاوړتیا لپاره دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل