۰

روسیه، امریکا او چین پر افغان سوله غونده کوي

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۲
ټاکل شوې راتلونکې پنشنبې د غوايي ۵ مه د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې په تړاو درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
روسیه، امریکا او چین پر افغان سوله غونده کوي
ټاکل شوې راتلونکې پنشنبې د غوايي ۵ مه د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې په تړاو درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونده د روسیې، امریکا او چین تر منځ ده او په کې به د افغانستان پر روانو حالاتو، په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر خبرو او دغه راز د افغانستان د ملي پخلاینې پر بهیر هم خبرې وشي.

کابل کې د روسیې سفارت نن سه شنبې د غوايي ۳ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دغه درې اړخیزه غونډه به د راتلونکې پنشنبې په ورځ په مسکو کې جوړه شي.

په خبرپانه کې ویل شوي، دا درې اړخیزه ناسته کوم نوښت نه دی، بلکې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د نړیوالو شرایطو د برابرولو لپاره د نړیوالو لوبغاړو یوه هڅه ده، چې له دغو د ملاتړ په موخه تر سره کېږي.

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو درې اړخیزه غونده پر داسې مهال جوړېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پر اووم سفر راوتلی دی.

خلیلزاد ویلي، چې د دې سفر په ترڅ کې به افغانستان، روسیې، هند، برېتانیا، قطر او پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېوادونو له چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې وکړي.

نوموړي ویلي، دغو هېوادونو ته د سفر موخه یې د سولې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابرو او دغه راز افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د لا ډېر نړیوال ملاتړ تر لاسه کول دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي