۰
د کرنې وزیر درانی:

نور به افغانستان د کال په څلور واړه فصلونو کې خپلې تازه مېوې ولري

یکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې په باغونو کې د ژر پخېدونکو میوو د ښې پایلې ورکولو سره به نور د افغانستان په بازارونو کې د کال په ټولو موسمونو کې خپله تازه مېوه وړاندې کېږي.
نور به افغانستان د کال په څلور واړه فصلونو کې خپلې تازه مېوې ولري
د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې په باغونو کې د ژر پخېدونکو میوو د ښې پایلې ورکولو سره به نور د افغانستان په بازارونو کې د کال په ټولو موسمونو کې خپله تازه مېوه وړاندې کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرنې او مالدارۍ وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۹ مه کابل کې د ژر پخېدونکو مېوو یو ننداراتو چې د هېواد له څلورو زونونو ورته تازه مېوې او سبزۍ راوړل شوې وې جوړ کړی وو.

په دې نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني و ویل، هغه څېړنې چې د افغان پر خاوره او اوبو شوې، ښي، چې ژر پخېدونکې مېوې له خپل فصل یوه نیمه میاشت وړاندې پخېږي او دې کار په افغانستان کې ښه نتیجه ورکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې دوه کاله وړاندې د همدې څېړنو پر اساس اوس مهال د هېواد په څلورو زونونو کې څلور زره جریبه ځمکه باندې د ژر پخېدونکو مېوو بوټي کېنول شوي دي، چې ۳ زره یې یوازې په ننګرهار او پاتې زر جرېبه په نورو ولایتونو کې دي.

ښاغلي دراني وړاندې و ویل«هغه مېووې، چې په یوه موسم کې به پخېدې مارکېټ یې نه درلود او بیه به یې هم ټيټه وه، نو په دې خاطر مو اړینه وبلله، چې یو پلان باید کار کړو تر چې زموږ ګرونده ګر وکولای شي خپلې مېووې په اصلي قیمت وپلوري، همدې کار لپاره مو دوه کاله وړاندې پنځه ډوله ژر پخېدونکو مېو بوټي د هېواد په څلورو زونونو کې رواج کړل، چې کولی شي زموږ د ګرونده ګرو عواید په دوامداره توګه تضمین کړي.»

د کرنې او مالدارۍ وزیر زیاته کړه، چې سږ کال هم په پام کې لري، چې په ۳۰ زره جرېبه ځمکه په متراکم او غیر متراکم ډول د ژر پخېدونکو او په ځنډ پخېدونکو مېوو بوټي کېنوي، تر چې افغانستان وکولی شي په ټولو موسمونو کې تازه مېوې ولري.

هغه و ویل، چې د ژر پخېدونکو مېوو باغونو په رواجېدو سره به له یوې د افغان ګرونده ګرو عوایید زیات شي او له بلې به هېواد ته د ګاونډیو هېوادونو د تازه مېوو د وارېدېدو مخنیوی وشي.

باید و ویل شي، انګور، شفتالو، زردالو او ګیلاس ژر پخېدونکې میوو څخه دي، چې افغانستان کې یې ښه نتیجه ورکړې ده او دغه مېوې له خپل اصلي وخت یوه نیمه میاشت وړاندې پخېږي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي