۰

د روژه ماتي پر مهال د طالبانو برید کې درې سرتېري وژل شوي

دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
وسله والو طالبانو کابل کې د پولیسو پر امنیتي پوسته د روژه ماتي پر مهال برید کړی او شپږ افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د روژه ماتي پر مهال د طالبانو برید کې درې سرتېري وژل شوي
وسله والو طالبانو کابل کې د پولیسو پر امنیتي پوسته د روژه ماتي پر مهال برید کړی او شپږ افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ (د غوايي ۲۹ مه) ماښام مهال د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د دوغ آباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل امنیه قومانداني هم تاییدوي، چې وسله والو کسانو پرون ماښام په دوغ آباد سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته هغه مهال برید کړی، چې سرتېري روژه ماتي ته ناست وو.

که څه هم امنیتي سرچینو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو په خواله رسنیو ویل کېږي، چې په دغه برید کې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وایي، وسله وال بریدګر په یوه کرولا ډوله موټر کې سپاره وو او تر برید وروسته له سیمې په تېښته بریالي شول.
طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیتسی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کابل د څرخي پله په سیمه کې هم د عامه نظم ساتنې څلور سرتېري په یوه وسله وال برید کې وژل شوي و.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي