۰

ملګري ملتونه: طالبان له بندیانو سره غیر انسانی چلند کوي

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
ملګري ملتونه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، وسله وال طالبان له بندیانو سره خورا غیر انسانی چلند کوي او په ډېرو مواردو کې هغوی وژني.
ملګري ملتونه: طالبان له بندیانو سره غیر انسانی چلند کوي
ملګري ملتونه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، وسله وال طالبان له بندیانو سره خورا غیر انسانی چلند کوي او په ډېرو مواردو کې هغوی وژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو نن یکشنبې د غبرګولي ۵ مه له افغان ملکي او پوځي بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه مفصل راپور خپور کړی دی.

دا راپور له بندیانو سره د مخامخ مرکو پر اساس چمتو شوی، او په کې ویل شوي، چې طالبان له نیول شویو کسانو سره ناوړه چلند کوي، وهي یې او ځینې وژني.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما وايي، د دوی معلومات ښيي چې طالبان اسیران په خورا بدو شرایطو کې بندیانوي او پر هغوی جبري کار کوي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې اړه کره معلومات یې په اروزګان کې د طالبانو له بنده له ۱۳ تنو ژغورل شویو بندیانو څخه ترلاسه کړي دي.

د یادونې ده، چې افغان ځانګړو ځواکونو د اپریل په ۲۵ نېټه د خاص اروزګان ولسوالي د کلاتک سیمې په شیره کلي کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه ووهله او د ۴۵ امنیتي ځواکونو په ګډون یې ۵۳ تنه بندیان ترې راخوشي کړل.

دغه خوشي شویو بندیانو ویلي، طالبانو له ملکي او پوځي بندیانو سره ناوړه چلند کاوه، د اعتراف لپاره یې شکنجه ورکوله، د حکومت په ملاتړ یې تورنول او ځینې یې وژل.

ټولو بندیانو ویلي، په زېرزمینۍ کې په تنګه خونه کې ساتل کېدل او د ورځې به لږترلږه ۷ ساعته ورڅخه جبري کار اخیستل کېده.

دوی دغه راز ویلي چې په ژمي د دوی خونې منفي صفر درجه سړې وې او درمل نه ورکول کېدل خو یوازې هغو ټپیانو ته، چې درد به یې ډېر زیات و، مسکن ګولۍ ورکول کېده.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې د څو بندیانو په قول ویل شوي چې طالبانو لږترلږه ۱۱ بندیان وژلي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر تادامیچي یاماموتو ویلي، له ملکي او پوځي اسیرانو سره د بد چلند، شکنجې او په غیرقانوني ډول وژلو او همداراز د بند د خورا بد وضعیت په اړه پر دغو جدي تورونو ژوره اندېښنه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي