۰
ملګري ملتونه:

له افغانستان سره بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي

دوشنبه ۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۱
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د بېلو هېوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي.
له افغانستان سره بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د بېلو هېوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دوی په افغانستان کې پر زرګونه کسانو د خوراکي توکو وېش پیل کړی دی او په دې برخه کې د ځينو هېوادونو له مرستو مننه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي د هند مرسته شوي غنم یې هم ترلاسه کړي او له دغه هېواد مننه کوي چې په دې سختو شرایطو کې یې د افغانانو لاسنیوی کړی دی.

یاذ پروګرام ویلي، د مالیزیا په څېر ځينو نورو هېوادونو هم ورسره د غوړیو او وریجو مرسته کړې ده او دوی به یې تر اړمنو رسوي.

په ورته وخت کې یادې ادارې ویلي چې په افغانستان کې لوږه مخ پر پراختیا ده او لا ډېر خلک مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي