۰

ملګرو ملتونو افغانستان ته ۱.۵ میلیارد ډالر راټول کړي

چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۷
ملګري ملتونه وایي افغانستان ته یې شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالر بشردوستانه مرستې راټولې کړې دي.
ملګرو ملتونو افغانستان ته ۱.۵ میلیارد ډالر راټول کړي
ملګري ملتونه وایي افغانستان ته یې شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالر بشردوستانه مرستې راټولې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو په لټه کې دي چې په همدې لړ کې دوی تر دې دمه د شاوخوا ۱،۵ میلیارده ډالرو په ټولو بریالي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، ملګري ملتونه له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کېږي له دغه هېوادونو هغه پیسې تر لاسه کړي چې له افغانستان سره د مرستې لپاره یې ځانګړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ویاند پر نړیوالو غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې د افغانستان لپاره د یونیم میلیارد ډالرو مرستې راټولو خبر ورکوي، چې د همدي د راپورونو پر اساس په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي