سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو د ولسوال په ګډون له دواړو لورو ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې شپه د غبرګولي ۱۲ مه د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د فراه د امنیه قوماندۍ ویاند محب الله محب وايي، طالبانو د درېیم ټولي پر پوستو برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شو.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې پنځه سرحدي پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي، خو د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی د ولسوال په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
د فراه د امنیه قوماندانس وايي، طالبانو په جګړه کې ماته خوړلې او په شاه تمبول شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه