۰

فراه کې طالبانو برمته کړي۷ ملکي وګړي خوشي شول

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۳
سیمه ییز چارواکي وایي، فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي ۷ تنه ملکي وګړي د طالبانو له منګولو راخوشي کړی شوي دي.
فراه کې طالبانو برمته کړي۷ ملکي وګړي خوشي شول
سیمه ییز چارواکي وایي، فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي ۷ تنه ملکي وګړي د طالبانو له منګولو راخوشي کړی شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو د تلې په شپږمه نېټه د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ کې ۷ تنه نیولي او نامعلوم ځای ته یې بېولي وو.

خو د فراه د والي ویاند محب الله محب وايي، دغه کسان تېره شپه (دوشنبې د تلې ۱۵مه) د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو له منګولو راخوشي کړی شوي دی.

دی وایي، د یادو کسانو په خوشي کېدو کې خلکو هم همکاري کړې ده.

بل خوا امنیتي چارواکي وایي، طالبانو له دغه برمته کسانو سره ناسم چلند کړی او هغوی یې ځوړند کړي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:فراه

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي