۰
طالبان:

تمه ده دا ځل له خلیلزاد سره خبرو کې نهايي پرېکړو ته ورسېږو

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۰
وسله والو طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی او تمه یې ښودلې، چې له خلیلزاد سره به په داځلي خبرو کې نهايي پرېکړو ته ورسېږي.
تمه ده دا ځل له خلیلزاد سره خبرو کې نهايي پرېکړو ته ورسېږو
وسله والو طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی او تمه یې ښودلې، چې له خلیلزاد سره به په داځلي خبرو کې نهايي پرېکړو ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي څو ورځې مخکې خپل اووم سفر پیل کړی چې ټاکل شوې له طالبانو استازو سره هم وګوري او خبرې ورسره وکړي.

هغه لومړی پاکستان، بیا جرمني ته لاړ خو په پام کې لري، چې بلجیم، اماراتو، افغانستان او قطر ته هم سفرونه وکړي او د طالبانو له استازو سره وګوري.

طالبان د خلیلزاد داځلي کتنې او خبرو ته هیله من ښکاري او تمه ښيي، چې په دې خبرو کې به ټول مسایل فیصله او یوې موافقې ته ورسېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین عرب نیوز سره خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د سیاسي مصالحې لپاره امریکا ته پکار ده، چې د خپلو ځواکونو د ایستلو مهال وېش اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړې« هيله من يو چې په اووم روانډ خبرو کي به ټول مسایل فیصله شي او یوه موافقه به وشي.»

شاهین ټینګار کړی، چې په دې خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو وتل د اجنډا مهمه برخه وي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو پريکړه باید امریکا وکړي.

د شاهین په وینا کله چې امریکا له افغانستان د وتلو مهال وېش اعلان کړ، طالبان به هم دا ضمانت ورکړي، چې نور به د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کارول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي