سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګان ولایت کې د یوه جومات د ننه د جمعې د لمانځ پر وخت بمي چاودنې تر تر لږه ۱۱ تنه ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ جمعه د چنګاښ ۷ مه د سمنګان مرکز ایبک ښار په یوه جامع جومات کې رامنځ ته شوې.
د والي ویاند صدیق عزیزي وایي، لسګونه کسان په جومات کې و، چې د لمانځ پر مهال بم چاودنه کړې او د ملا امام په ګډون یې ۱۱ تنه ټپیان کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي خو د ملا امام روغتیايي حالت نازک و چې بلخ ولایت ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې او یا شخص پر غاړه نه دی اخیستی.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم ورته ډېرې پېښې رامنځ ته شوې، خو تر اوسه یې د یو عامل هم نه دی نیول شوی.
جمهورخبري آژانس:سمنګان