۰

د کران و منجان ولسوالۍ د سقوط ضد و نقیض راپورونه

دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
د ولایتي شورا غړي وایي، د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالۍ طالبانو نیولې، خو امنیتي چارواکي ولسوالۍ لا هم د دوی په لاس کې ده او سخته جګړه روانه ده.
د کران و منجان ولسوالۍ د سقوط ضد و نقیض راپورونه
د ولایتي شورا غړي وایي، د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالۍ طالبانو نیولې، خو امنیتي چارواکي ولسوالۍ لا هم د دوی په لاس کې ده او سخته جګړه روانه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي وسله والو طالبانو نن دوشنبې د چنګاښ ۳۱ مه سهار مهال پر دغه ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او لا هم جګړه روانه ده.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوید مجددي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د دغه ولسوالۍ شاوخوا له دریو ورځو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه، خو تېره شپه یې د ولسي او امنیه قوماندانۍ مرکز هم نیولی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې لا هم په سیمه کې د طالبانو د حاجي ملکي په نوم د یوه کس د وسله والو تر منځ جګړه دوام لري، خو تر اوسه حکومتي ځواکونه د مرستې لپاره نه دي ورغلي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله تاییدوي، چې طالبانو له نن سهار راهیسې پر کران و منجان ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او جګړه لا هم دوام لري.

دی وایي، د ولسوالۍ مرکز لا هم د افغان ځواکونو لاس کې دی او هڅه کېږي، چې طالبان مات او په شاه وتمبول شي.

بل خوا بدخشان ولایت امنیه قوماندان اسدالله محمدي ویلي، دولتي ځواکونو، امنیه قوماندانۍ او د کران او منجان ولسوالۍ پرېښودې او یوې تپې ته وختل.

نوموړي زیاته کړې، طالبان تر اوسه نه ‌دي توانېدلي چې د ولسوالۍ او قوماندانۍ ودانيو ته ننوځي او په ‌دغه ځای کې سخته نښته روانه ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په دغه ولسوالۍ کې د لاجوردو کان هم تر خپلې ولکې لاندې راوستی وو.

د لاجوردو کان تر نیول کېدو وروسته ملي دفاع وزارت و ویل، چې ډېر ژر به د دغه کان د نیولو عملیات پیل کړي، خو تر اوسه لا هم عملیات نه دي پیل شوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي