۰

ټرمپ:څومره ژر چې کېږي سرتېري له افغانستانه باسم

پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، څومره ژر چې کېږي خپل ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي.
ټرمپ:څومره ژر چې کېږي سرتېري له افغانستانه باسم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، څومره ژر چې کېږي خپل ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه تازه څرګندونې له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي او ټینګار یې کړي، چې نور باید په افغانستان کې د امریکا جګړه ختمه شي.

نوموړي ویلي، له خپلو چارواکو سره په خبرو بوخت دی او هڅه کوي، چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ده زیاته کړې، چې امریکایي ځواکونه باید په دې اوږده جګړه کې نه وي ښکېل شوي نو اوس یې هم تر دې ډېره ښکېلتیا د امریکا په ګټه نه ده.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي، چې د ټرمپ لارښوونه ده، چې د امریکا تر ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې باید افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر راکم کړي.

پمپیو هم په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا غواړي، چې همدا نن ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو په وینا یې له بېړې باید کار وانخستل شي.

پمپیو اې بي سي نیوز ته ویلي، هیله لري چې راتلونکې اوونۍ به د دوحې په خبرو کې مهم پرمختګ وشي خو له دې سره سره امریکا له افغانستانه په مشروط ډول د خپلو ځواکونو وتلو ته ژمنه ده.

د امریکا د ولسمشر دغه تازه څرګندونې پر داسې مهال خپرېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له کابله د اسلام آباد او دوحې په لور غوځېدلی دی.

خلیلزاد په ټوېټر لیکلي، اسلام آباد کې تر لنډ تم کېدو وروسته به دوحې ته ولاړ شي او د طالبانو سره د سولې توافق چې میاشتې ورباندې کار شوی دی، نهايي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي