۰
سهیل شاهین:

تمه ده راتلونکې اوونۍ افغانستان کې د جګړې د ختمېدو موافقه لاسلیک شي

پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې وروستیو پایلو ته نېږدې شوې او تمه ده، هوکړه لیک لاسلیک شي.
تمه ده راتلونکې اوونۍ افغانستان کې د جګړې د ختمېدو موافقه لاسلیک شي
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې وروستیو پایلو ته نېږدې شوې او تمه ده، هوکړه لیک لاسلیک شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین له رسنیو سره خبرو کې هیله څرګندنه کړې، چې له امریکا سره د خبرو هوکړه لیک به راتلونکې اوونۍ کې لاسلیک شي.

هغه ویلي«له امریکا سره اوږدې خبرې وروستیو پایلو ته نېږدې شوې، تمه ده راتلونکې اوونۍ دوحه کې په مخامخ خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو هوکړه لاسلیک شي.»

دغه طالب چارواکي دا نه دي ویلي، چې پر کومو مواردو به موافقه وشي، خو وایي، له خلیلزاد سره د طالب استازو تر خبرو وروسته به د دواړو تر منځ د هوکړې وروستي معلومات خپاره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، قطر ته روان شوی، تر چې له طالبانو سره د اوږدو خبرو موافقه نهايي کړي.

خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې قطر ته تر روانېدو وروسته به اسلام آباد کې هم تم شي او له هغې وروسته به دوحه کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

نوموړي قطر ته له روانېدو سره سم ویلي، چې امریکا او افغانستان د سولې په تړاو د وروستیو ګامونو په پورته کولو هم توافق کړی دی.

هغه ټینګار کړی، که طالبان خپله برخه کار سر ته ورسوي، امریکا هم چمتو ده، چې خپل رول ولوبوي او له طالبانو سره به هغه موافقه چې میاشتې ورباندې کار شوی وروستۍ کړي.

خلیلزاد ویلي«افغانستان کې مې د خپل مسوولیت له پیل سره سم تر ټولو ګټور سفر پای ته ورساوه، امریکا او افغانستان د سولې په نورو ګامونو توافق کړی دی، یو مذاکره کوونکي او تخنیکي ملاتړې ډله د جوړېدو په حال کې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په تازه څرګندونو کې ویلي، هیله لري چې راتلونکې اوونۍ به د دوحې په خبرو کې مهم پرمختګ وشي خو له دې سره سره امریکا له افغانستانه په مشروط ډول د خپلو ځواکونو وتلو ته ژمنه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي