۰

عمران خان: له هند سره خبرې نه کوو، ګټه نه لري

شنبی ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له دې وروسته د هند سره د خبرو هېڅ اراده نه لري، ځکه د ده په وینا کومه ګټه نه کوي.
عمران خان: له هند سره خبرې نه کوو، ګټه نه لري
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له دې وروسته د هند سره د خبرو هېڅ اراده نه لري، ځکه د ده په وینا کومه ګټه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان د کشمیر په اړه په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، تر ټولو خواشینوونکې خبره دا ده، چې د ۸۰ لکه کسانو ژوند په خطر کې دی او له ده سره دا اندېښنه ده چې کشمیر کې توکمیزه وژنه پیلیږي.

د پاکستان لومړی وزیر ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو څارونکو ته دې د کشمیر سفر اجازه ورکړل شي، چې دغه اندېښنه لرې شي.

د یادونې ده، چې د هند او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې ترینګلتیا هله ډېره شوه، چې هند له هندي کشمیره کورواکي واخسته او پولې ته یې ګڼ شمېر سرتېري واستول.

پاکستان د دې په کار په بدل کې خپل سفر له ډیلي او د ډیلي سفیر له اسلام آباد وایستل او له هند سره یې اقتصادي اړیکې وځنډولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي