۰

کرکټ: د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې کویټ ته هم ماته ورکړه

شنبی ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۰
د آسیا جام په پنځوس اوریزه نړیوالو سیالیو کې افغانستان کویټ ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه او پرلپسې دوهمه بریا یې خپله کړه.
کرکټ: د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې کویټ ته هم ماته ورکړه
د آسیا جام په پنځوس اوریزه نړیوالو سیالیو کې افغانستان کویټ ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه او پرلپسې دوهمه بریا یې خپله کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې سریلانکار کې پیل شوې، چې افغانستان نن شنبې د وږي ۱۶ مه له کویټ سره مخ شو.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې کویټ ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د کویټ لوبډلې په ۲۷ اورنو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۸۵ مندې یې وکړې او افغانستان ته یې په پنځوسو اورونو کې د ۸۶ منډو هدف وټاکه.

د لوبې دوهم پانۍ کې افغان لوبډلې په ۱۳ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې له کویټ څخه د ۷ ویکټو او ۲۷ اورونو په توپیر سره وګټله.

افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د تېرې پنشنې په ورځ پاکستان ته هم په لوی توپیر ماتې ورکړه وه، او دا په روان جام کې د افغانستان دوهمه پرلسې بریا ته چې تر لاسه کوي یې او د A  ګروپ کې د ۲ پاینټونو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي