۰

د البغدادي نوی ویډیويي پیغام، داعش مات نه بلکې لا په زور کې دی

سی شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۰
داعش ډلې د خپل مشر ابوبکر البغدادي نوی ویډیویي پیغام خپرو کړی، چې په کې یې د یادې ډلې د ماتې او نابودۍ خبرونه په کلکه رد کړي دي.
د البغدادي نوی ویډیويي پیغام، داعش مات نه بلکې لا په زور کې دی
داعش ډلې د خپل مشر ابوبکر البغدادي نوی ویډیویي پیغام خپرو کړی، چې په کې یې د یادې ډلې د ماتې او نابودۍ خبرونه په کلکه رد کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پیغام د داعش فرقان شبکې خپور کړی او ویلي یې دي، چې داعش لا هم هره ورځ خپل اهداف په نښه کوي.

بغدادي په دغه پیغام کې زیاته کړې، چې داعش له پنځو کلونو راهیسې هماغسې په زور او شور مخ ته روان دی او خپل اهداف په نښه کوي.

نوموړي ویلي، چې لا یې هم ډله له نویو بیعت کوونکو هرکلی کوی او په یوولس هېوادونو کې ۶۳ عملیات کړي او لس ولایتونه د داعش تر چتر لاندې دي.

د داعش مشر دغه راز په نایجریا، یمن، تونس، لېبیا او اسیايي هېوادونو کې امریکايي ځواکونو ته ګواښ کړی دی چې د عراق، افغانستان او سوریې په برخلیک به یې اخته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او د عراق حکومت ادعا کوي چې په ۲۰۱۴ کې راپورته شوې داعش ډله یې له منځه وړې او اوس یوازې د عراق و سوریې په ځینو صحراګانو کې ژوندي پاتې جنګیالي لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي