۰

د خورشید تلوېزیون پر کارکوونکو د برید مسوولیت داعش واخیست

یکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
داعش ډلې په کابل کې د خورشید خصوصي تلویزیون پر کارکوونکو د برید مسوولیت منلی دی.
د خورشید تلوېزیون پر کارکوونکو د برید مسوولیت داعش واخیست
داعش ډلې په کابل کې د خورشید خصوصي تلویزیون پر کارکوونکو د برید مسوولیت منلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ډلې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، دوی ددغه تلویزیون پر یوه موټر چې لس کارکوونکي یې پکې سپاره وو برید کړی دی.

پرون شنبې د غبرګولي ۱۰ مه د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د ګل سرخ څلور لاري سره د خورشید تلوېزیون د کارکوونکو په لېږدونکي موټر چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې د خورشید تلوېزیون یو خبریال او یو کارکوونکی و وژل شول او شپږ تنه نور خبریالان او کارکوونکي ټپیان شول.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی وايي، د دغه برید عاملین د بښلو نه دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا په افغانستان کې د بیان پر آزادۍ او رسنیو پر کار په ښاره توګه تېری دی، چې د منلو او بښلو وړ نه دي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې دا برید په کلکه غندلی دی او له افغان امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د پېښې عاملین پیدا کړي.

دغې ټولنې په خپل ټویټر کې ویلي دي چې په دغه پېښه کې دوه خبریالان وژل شوي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ ټولنې وایي خبریالان په افغانستان کې د طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو د ګواښونو او تهدیدونو تر څنګ، کله ناکله د یو شمېر افغان چارواکو او نورو زورواکو له لوري هم له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د امریکا سفارت هم دا برید په کلکه غندلی دی. په کابل کې د امریکا سفارت په خپل کې ټویټر کې لیکلي دي چې دا برید د افغانستان په پرمختګ او مطبوعاتو برید دی.

تر دې دمه د دغې پېښې مسولیت چا نه دی اخیستی او طالبانو هم ویلي دي چې دا د هغوی کار نه دی.

د یادونې ده، چې   څو کاله مخکې په کابل کې د موبي ګروپ، چې طلوع او لمر تلویزون یې یوه برخه ده، د کارکوونکو‌ په موټر دطالبانو په ځانمرګي برید کې د دغه ګروپ اوه خبریالان او کارکوونکي ووژل شول.

تر دغې پېښې وروسته په کابل کې په یو بل ځانمرګي برید کې چې د داعش ډلې یې مسولیت واخیست، هم یو شمېر خبریالان ووژل شول او ژوبل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي