۰

داعش نوی مشر ټاکلی، د البغدادي ورور دی

یکشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۵
داعش ډلې خپل نوی مشر د دغه ډلې د بنسټ ګر او وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي ورور ابوالحسن الهاشمي القریشي ټاکلی دی.
داعش نوی مشر ټاکلی، د البغدادي ورور دی
داعش ډلې خپل نوی مشر د دغه ډلې د بنسټ ګر او وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي ورور ابوالحسن الهاشمي القریشي ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوه عراقي چارواکو او یوې لوېډیځې رسنۍ ویلي، داعش خپل نوی مشر تېره پنشنبې د مارچ ۱۰ مه ټاکلی دی.

په ورته وخت کې داعش ډلې په یوه ثبت کړي پیغان کې چې په انلاین بڼه خپور شوی هم تایید کړې ده، چې ابوالحسن الهاشمي القرشي یې د پخواني مشر ابو ابراهیم القرشي له وژل کېدو وروسته د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د دوه عراقي چارواکو له قوله ویلي، د داعش د نوي خلیفه اصلي نوم جمعه عواد البدري دی او نوموړی د داعش د لومړني مشر ابوبکر البغدادي مشر ورور دی.

یوه لویدیځ چارواکي هم تائید کړه چې دواړه سره وروڼه دي.

د البدري په اړه ویل کېږي چې نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا له خوا د عراق له اشغال وروسته د امریکا پرضد له جنګېدونکو جهادي جنګیالیو څخه دی.

یوه عراقي امنیتي چارواکي ویلي،  بدري په ۲۰۰۳ کال کې یوې سلفي جهادي ډلې سره یو ځای شو او د داعش د پخواني مشر البغدادي نږدې ملګری او د شرعي چارو مشاور و.

البدري د داعش د اسلامي شورا غړی هم دی، دغه شورا د داعش د رهبري چاري سمبالوي او کله چې خلیفه ووژل شي یا ونیول شي، د هغه ځای ناستی ټاکي.

د عراق امنیتي چارواکي او څېړونکي وايي چې نوی مشر ښايي په عراق او سوریې کې بریدونو ته دوام ورکړي.

یوه عراقي امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي، بدري په دې وروستیو کې له سوریې څخه عراق ته اوښتی او ښايي د بریدونو د ترسره کولو د څرنګوالي لپاره خپل نوی لید لوری ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي