۰
ننګرهار:

۳۰۰ داعشیان تسلم شوي او تر زرو پورې جنګیالي یې کنړ ته تښتېدلي

پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۵
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې تر اوسه پورې ۳۰۰ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي او سلګونه نور یې کونړ ولایت ته تښتېدلي دي.
۳۰۰ داعشیان تسلم شوي او تر زرو پورې جنګیالي یې کنړ ته تښتېدلي
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې تر اوسه پورې ۳۰۰ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي او سلګونه نور یې کونړ ولایت ته تښتېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ننګرهار کې له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې افغان ځواکونو د داعش پر ضد سخت عملیات پیل کړي دي.

د افغان ځواکونو داعش ضد عملیات تر ډېره په اچین ولسوالۍ کې چې د داعش مرکز بلل کېږي او دغه راز په خوږیاڼو او ځینو نورو ولسوالیو کې پیل شوي دي.

په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وایي، د دغه عملیات له پیل راهیسې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۰۰ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو د ځانګړو ځواکونو قوماندان ولي الله وايي، په تسلیم شویو داعشیانو کې ډېری پاکستانیان دی، چې ښځې او ماشومام هم ورسره دي.

تسلم شوي پاکستاني داعشیان تر ډېره پورې د ډورنډ کرښې د پورې غاړې قبایلي سیمې اورکزو ایجنسۍ اوسېدونکي دي، چې دوی هم د افغان ځواکونو له خوا د سختو عملیاتو پر تر سره کېدو اعتراف کړی دی.

دغه تسلیم شوي داعشیان وایي، په دوی د افغان ځواکونو له خوا سخت عملیات روان دي، چې له مخې یې دوی مجبور شول، چې ځان ورته تسلیم کړي.

تسلیم شوي داعشیان وايي، د جګړې په لیکو کې یې د افغانستان د مختلفو سیمو د جنګیالیو تر څنګ د چیچنیا، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، اردن، عراق، سوریې او نور اوسېدونکي هم وو.

دغه داعشیانو دا هم ویلي، چې د افغان ځواکونو د سختو عملیاتو له امله یې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې جنګیالي له ننګرهار څخه کونړ ولایت ته تښتېدلي دي.

خو افغان چارواکي ټینګار کوي، چې د داعش پر ضد به د افغان ځواکونو عملیات تر هغې دوام وکړي، تر چې د دغه ډلې جرړې وچې شوې نه وي.

افغان لوړپوري امنیتي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې یې داعش ته بشپړه ماتې ورکړې او دغه ډله د محوه کېدو په حال کې ده او دغه راز به په کونړ ولایت کې هم د هغوی پر ضد ځپونکي عملیات پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي