۰
امریکايي سناتور:

امریکا باید افغانستان کې پر دې بې مانا جګړې نور لګښت ونه کړي

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
د امریکا راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند او مخکښ دیموکرات سناتور برني سنډرز یو ځل بیا ویلي امریکا باید له افغانستانه خپل سرتېري راوباسي.
امریکا باید افغانستان کې پر دې بې مانا جګړې نور لګښت ونه کړي
د امریکا راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند او مخکښ دیموکرات سناتور برني سنډرز یو ځل بیا ویلي امریکا باید له افغانستانه خپل سرتېري راوباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتور ټینګار کړی، چې  امریکا باید په افغانستان کې روانې بې مانا او اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي د افغانستان ننګرهار ولایت کې د امریکايی ځواکونو وروستي هوايي برید ته په اشارې ویلي، چې امریکايي ځواکونو په داسې حال کې، چې ویل یې داعش یې په نښه کړي، خو له بده مرغه دغه برید کې دېرش تنه بې ګناه ملکي وګړي و وژل شول.

دی وایي، چې دا یوه انساني فاجعه ده او امریکا باید پر دې بې مانا جګړې نور لګښت ونه کړي او خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند برني سنډرز وایي، په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور له امله د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو توجیه سمه نه ده.

نوموړي ټینګار کړی دی چې امریکا باید دې هېواد کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي او دلته مېشت ځواکونه هر څومره ژر خپلو کورونو ته ستانه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي