۰

برېښنا شرکت د برېښنا ۱۰۰ پوروړي څارنوالۍ ته معرفي کړي

سی شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۳
د برېښنا شرکت چارواکي وایي، دوی په تېرو ۴ میاشتو کې د برېښنا ۱۰۰ تنه پوروړي لوی څارنوالۍ ته معرفي کړي، تر څو د برېښنا پیسې ترې واخلي.
برېښنا شرکت د برېښنا ۱۰۰ پوروړي څارنوالۍ ته معرفي کړي
د برېښنا شرکت چارواکي وایي، دوی په تېرو ۴ میاشتو کې د برېښنا ۱۰۰ تنه پوروړي لوی څارنوالۍ ته معرفي کړي، تر څو د برېښنا پیسې ترې واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب نن سه شنبې د تلې ۲ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې دغه ۱۰۰ تنه یې د برېښنا بېل د نه پرېکولو له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي.

نوموړي و ویل، چې دوی لومړی د هغه کسانو او زورواکو چې د برېښنا پیسې یې نه ورکولې نومونه په داګه کړل، خو له دې سره هم هغوی د پور پرېکولو ته حاضر نه شول، نو ځکه برېښنا شرکت مجبور شو، چې څارنوالۍ ته یې معرفي کړي.

د هغه په وینا زورواکان، یو شمېر پخواني جهادي قوماندانان او د دولت ځینې لوړ پوړي چارواکي د برېښنا شرکت له ۴ میلیارد زیاتو افغانیو پوروړي دي، خو دوی لا هم د پور ورکړې ته نه دي حاضر شوي.

غالب وایي، برېښنا شرکت ډېرې هڅې وکړې، تر څو دغه کسان خپل د برېښنا بېلونه تحویل کړي، خو ونه شوه او وروسته برېښنا شرکت له لویې څارنوالۍ سره یو تړون وکړ، چې د پور نه پرېکولو په صورت کې دغه کسان لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د برېښنا شرکت رییس د دغه شرکت په بنسټونو او قراردادونو کې د فساد د مخنیوي هڅې او اصلاحاتو ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې ډېر څه اصلاح شوي او د فساد مخه نیول شوې ده.

د هغه په وینا دوی د فساد د مخینوي لپاره څو څېړونکې کمېټې جوړې کړې او دغه راز هغه شرکتونه چې به فساد تورن و، او د انرژۍ په سکتور کې یې مافیايي بڼه خپله کړې وه، کابو ۷ سوه میلیونه افغانۍ جریمه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي