۰
یو امریکايي کارپوه:

د افغانستان په اړه د پاکستان ستراتېژۍ کې بدلون نه دی راغلی

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
یو امریکايي کارپوه ویلي، د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتېژۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او دغه هېواد باوري دي چې د طالبانو له لارې افغانستان کې ځان هدف ته رسولی شي.
د افغانستان په اړه د پاکستان ستراتېژۍ کې بدلون نه دی راغلی
یو امریکايي کارپوه ویلي، د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتېژۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او دغه هېواد باوري دي چې د طالبانو له لارې افغانستان کې ځان هدف ته رسولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډګروال ډاکتر لارنس سلین چې په افغانستان کې یې هم خدمت کړی دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په یوه ورکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان په تړاو د پاکستاني پالیسۍ بدلون نه دی کړی او پاکستانیان په دې باور دي، چې د طالبانو له لارې په افغانستان کې د جګړې له لارې ګټونکي دي.

د هغه په وینا تر چې په طالبانو زیات فشار رانه وړل شي دغه ډله به له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي، ځکه طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله نه دي او یوازې د امارت د بېرته ټینګېدو غوښتونکي دي.

دغه امریکایي شنونکي په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې درغلۍ او نه شفافیت به هم د طالبانو په ګټه تمام شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي