۰
طالبان:

۱۱ تنه بندیانو مو د دریو هندي انجیرانو سره تبادله شول

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۴
طالب سرچینو ویلي، د دوی ۱۱ تنه والیان او قوماندانان له هغو دریو تنو هندي انجینرانو سره تبادله شوي، چې افغانستان کې د کار پر مهال تښتول شوي وو.
۱۱ تنه بندیانو مو د دریو هندي انجیرانو سره تبادله شول
طالب سرچینو ویلي، د دوی ۱۱ تنه والیان او قوماندانان له هغو دریو تنو هندي انجینرانو سره تبادله شوي، چې افغانستان کې د کار پر مهال تښتول شوي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې په خوشي شویو طالب بندیانو کې د کونړ لپاره د طالبانو پخوانی والي شیخ عبدالرحیم او د نیمروز لپاره د طالبانو والي مولوی عبدالرشید بلوڅ شته.

دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې د دې ترڅنګ د حقاني کورنۍ یو غړی عزیزالرحمن مشهور په احسان الله چې د سراج الدین حقاني خوریی کېږي او له ۱۲ کلونو راپدېخوا بندي و هم خوشې شوی.

راپورونه وایي، دا طالب مشران له بګرام زندانه خوشي شوي دي، چې تبادله یې په بغلان ولایت کې شوې، خو ښایي افغان دولت په دې تبادله کې ښکېل نه وي.

په خوله رسنیو د طالبانو له خوا یو خپور شوی عکس هم ښکاروي، چې درې تنه د موټر د شاه په څوکۍ کې ناست دي.

دا طالب بندیان پر داسې مهال له هندي انجینرانو سره د تبادلې په بدل کې خوشي کېږي، چې تېره اوونۍ د طالبانو یو پلاوی او خلیلزاد اسلام آباد ته تللي و او هلته یې د پاکستاني چارواکو سره د کتنې تر څنګ خپلو کې هم سره لیدلي دي.

طالبانو تایید کړې، چې دوی له خلیلزاد سره په غیر رسمي ډول لیدلي او تمه ده، چې د سولې خبرې ژر پیل شي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ویل کېږي د خلیلزاد او طالبانو لیدنه د زندانیانو په ځانګړي ډول افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د تښتول شویو استادانو په اړه وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، اسلام اباد ته د طالب پلاوی وروستی سفر د سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه بلکې په دې سفر کې طالبان او امریکایان د بندیانو پر تبادلې خبرې کوي.

تر دې وړاندې په کابل د امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شویو امریکايي پروفیسرانو خوشې کېدو ته تمې ټوکېدلې وې، خو داسې نه ښکاري چې طالبان او امریکایان تر اوسه په دې اړه کومې پایلې ته رسېدلي وي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي