۰
روسیه:

موږ افغان سولې ته ژمن یو، نړیوال دې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۲
کابل کې د روسیې سفارت وایي، نړیوال باید په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي تر چې دا هېواد له ثباته برخمن شي.
موږ افغان سولې ته ژمن یو، نړیوال دې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي
کابل کې د روسیې سفارت وایي، نړیوال باید په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي تر چې دا هېواد له ثباته برخمن شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته روسولو یوازینې لار د سولې خبرې اترې دي.

نوموړي ټینګار کړی، همدې ته په کتو نړیوال ته په کار ده، چې د سولې په راتګ او د جګړې په پای ته رسولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
 
د روسیې سفیر ویلي، په افغانستان کې نړیوال ترهګر موجود دي او هڅه کوي له دې ځایه په استفادې سیمه نا امنه کړي چې د دغه ډلو ځپل هم د نړیوالو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

روسیه وایي دوی په افغانستان کې د سولې له هر ډول اقداماتو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو په روسیه کې د افغانستان په اړه د سولې د یوه کنفرانس جوړ شي، چې چین، پاکستان او امریکا به هم په کې ګډون ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي