۱

هلمند:د پولیسو په یوه مرکز توغندي لګېدلي، دوه امریکايي سرتېري ټپيان شوي

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۵
راپورنه وایي، هلمند ولایت کې د پولیسو ۵۰۵ بست زون کې پنځه توغندي لګېدلي، چې له امله یې دوه امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
هلمند:د پولیسو په یوه مرکز توغندي لګېدلي، دوه امریکايي سرتېري ټپيان شوي
راپورنه وایي، هلمند ولایت کې د پولیسو ۵۰۵ بست زون کې پنځه توغندي لګېدلي، چې له امله یې دوه امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم تاییدوي، چې لښکرګاه کې د پولیسو په ۵۰۵ بست زون د طالبانو له لوري پنځه توغندي توغول شوي دي.

نوموړی وایي، دغه توغندي د پولیسو مرکز ته نېږدې له یوه کور څخه توغول شوي و، چې د مرکز تر څنګ لګېدلي دي.

ځواک په دې اړه چې مرګ ژوبله اوښتې څه نه دي ویلي، خو وایي، تر پېښې وروسته پولیسو په هغه کور کې پلټنې کړې او یوه اندازه مهمات یې موندلي دي.

د والي ویاند وایي، مخالفينو نه يوازې د هغه ځايه توغندي ویشتلي، بلکې غوښتل يې د دغه کوره د پوليسو ۵۰۵ زون ته چې امريکايي سرتيري هم پکې دي د ځمکې لاندې تونل وکاږي.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دغه توغندییز برید کې دوه امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو هم تایید کړې، چې په ۵۰۵ بست زون یې توغندي ویشتلي او ګڼو امریکايي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي