۰

عبدالله: تل پاتې سوله ټول شموله لید لوري ته اړتیا لري

دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، په افغانستان کې تل پاتې سوله ټول شموله لید لوري او یوه واحد دریځ ته اړتیا لري.
عبدالله: تل پاتې سوله ټول شموله لید لوري ته اړتیا لري
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، په افغانستان کې تل پاتې سوله ټول شموله لید لوري او یوه واحد دریځ ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د لړم ۶ مه د وزیرانو شورا ناسته کې خبرې کولې و ویل، چې د سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له دغه فرصتونه باید ګټه واخستل شي او د سولې لپاره باید هېڅ فرصت له لاسه ور نه کړل شي او په اړه یې باید واحد دریځ موجود وي.

اجرائیه رییس و ویل، چې افغان تر بل هر وخت اوس سولې ته اړتیا لري، نو ځکه سوله باید لومړیتوب وي او ټول اړخونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله د ټاکنو په تړاو زیاته کړه، چې ټاکنیز کمیسیونونه باید شفافیت په پام کې ونیسي او خپل استقلالیت وساتي.

د هغه په وینا که ټاکنیز کمیسیونونه خپله دنده په سمه توګه ترسره نه کړي، نو خلک به پر ولسواکۍ بې باوره شي او دا په هېواد کې د یوې ملي پروسې زیانمنول دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي