۰
عبدالله:

ارګ تر اوسه هېڅ انعطاف نه دی ښودلی، خو باید سیاسي بحران ته حل لار پیدا کړو

پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۹
پخوانی اجرائیه رییس عبدالله عبدالله چې ځان یې ولسمشر هم اعلان کړی وايي، ولسمشر غني د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره هېڅ ډول انعطاف نه دی ښودلی.
ارګ تر اوسه هېڅ انعطاف نه دی ښودلی، خو باید سیاسي بحران ته حل لار پیدا کړو
پخوانی اجرائیه رییس عبدالله عبدالله چې ځان یې ولسمشر هم اعلان کړی وايي، ولسمشر غني د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره هېڅ ډول انعطاف نه دی ښودلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن پنشنبې د وري ۷ مه کابل کې د یوې ناستې پر مهال خبرې کولې دا هم و ویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دې لپاره نه و راغلی، چې د ده او ولسمشر غني تر منځ ستونزه حل کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پمپیو تر سفر وروسته یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د رامنځ ته شوې سیاسي کړکېچ د حل په موخه ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.

عبدالله و ویل، چې د دوی له لوري په دې خبرو کې تر ډېره انعطاف وشو، خو په وینا یې د مقابل لوري له خوا هېڅ ډول انعطاف نه دی شوي او لا هم کړکېچ همداسې پاتې دی.

ده ټینګار وکړ، چې که یو اړخ انعطاف کوي او بل اړخ په خپل دریځ کلک ولاړ وي دا ستونزې او کړکېچونه نه یوازې حل کولی یې نه شي، بلکې نور یې هم زیاتوي.

د هغه په وینا دی د بحران د رامنځ ته کولو غوښتونکی نه دی بلکې اوس هم د خبرو دروازې خلاصې دي، خبرو ته چمتو دی، تر څو روان سیاسي کړکېچ پای ومومي.

د پخواني اجرائیه رییس په خبره په اوسنیو شرایطو کې، چې له یوې خوا د کرونا معضله ده، له بلې خوا هېواد کې لا هم د ترهګرۍ سره جګړه روانه ده، په داسې شرایطو کې هېڅ سالم عقل دا مني، چې نور کړکېچونه دې هم زیات شي نو ځکه د سیاسي بحران د حل لپاره خبرو ته چمتو دی.

نوموړي و ویل، همدا د افغانستان د خلکو او د هېواد د سلامت او ملي ګټو غوښتنه هم ده، چې روان کړکېچ ته د خبرو له لارې د پای ټکی کېښودل شي او پر افغانستان د نړیوالو مرستې ونه درېږي.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل«زه د خلکو له پاکو رایو دفاع کو، موږ نه باید نور په تقلب باور وکړو دا د حل لار هم ده، موږ نه باید دیموکراسي و وژنو، سالم عقل او د هېواد ملي ګټې هم دا ایجابوي، چې موږ باید سیاسي کړکېچ ته د پای ټکی کېښود او زه امیدواره یم چې تر لسو ورځو پورې به دغه کړکېچ ته حل لار پیدا کړو، او باید پیدا یې کړو.»

نوموړي د امریکا له خوا د یو میلیارد ډالر مرستو بندولو او په دې اړه د ولسمشر غني دریځ ته په اشارې و ویل، چې د امریکا د مرستو کموالی او بندول کولی شي، د هېواد په بېلا بېلو سکتورونو په تېره بیا پر امنیتي ځواکونو، روغتیا او ښوونې او روزنې بده اغېز وکړي.

هغه د ولسمشر دغه دریځ هم ناسم وباله چې ویلي و، د امریکا د یو میلیارد ډالرو د بندښت په صورت کې به افغان دولت دغه بودجه له نورو لارو پیدا کړي.

ده ټینګار وکړه، چې له دغه موضوع سره نه باید سطحي چلند وشي، ځکه د مرستو بندول د افغانستان پر خلکو بد اغېز کوي او نه هم کومه بله داسې وسیله شته، چې د دغه مرستو د تشې ځای پرې ډک کړای شي.

عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغی او هڅه یې وکړه، چې ولسمشر غني او عبدالله د روان سیاسي کړکېچ پای ته رسېدو او جوړجاړي ته وهڅوي، خو ناکام شو.

هغه له کابل څخه قطر ته ولاړ او له طالب استازو سره یې ولیدل او تر هغې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې بندولو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې دغه مرستې یې د افغان مشرانو د سیاسي اختلاف له امله بندې کړې او که چېرې دوام وکړي، نو نورې به هم کمې شي.

خو د خبرپاڼې په پای کې یې ټینګار کړی و، که افغان سیاسیون په خپلو کې سره جوړ شي او روان سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي، امریکا به پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي