۰

د نوې کابینې د غړو ټاکل د پنځو ورځو لپاره ځنډول شوي دي

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۱:۱۲
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وايي، حکومت د نوي کابینې د غړو ټاکنه د پنځو ورځو لپاره ځنډولې ده.
د نوې کابینې د غړو ټاکل د پنځو ورځو لپاره ځنډول شوي دي
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وايي، حکومت د نوي کابینې د غړو ټاکنه د پنځو ورځو لپاره ځنډولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وحید عمر نن یکشنبې د وري ۱۷ مه ویلي، ولسمشر غني دغه کار د یو شمېر سیاسي مشرانو تر غوښتنې وروسته کړی دی.

نوموړي ویلي، د ځینو سیاسي او مخور د غوښتې پر اساس ولسمشر غني لارښوون کړې، چې تر پنځو ورځو لپاره به د نوي کابینې ټاکنې ځنډول شوې وي، تر څو د سیاسي خبرو اترو لپاره یو بل فرصت برابر شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په یوه ګډه اعلامیه کې له ولسمشر غني غوښتي چې د اوس وخت لپاره دې دولتي ګمارنې وځنډوي.

دوی له عبدالله عبدالله هم غوښتي چې جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ورکړی لس ورځنی مهلت دې وغځوي.

په اعلامیه کې ویل شوي افغانستان کې یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ټولې هڅې په ښه شکل روانې دي، خو یو جوړجاړي ته تر رسېدو پورې دې ولسمشر غني هم دولتي ګمارنې وځنډوي.

دغو مشرانو هیله ښودلې چې ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل او نتیجې ته دې ورسېږي تر څو افغانستان کې دایمي سوله راشي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني د کابینې د دریو وزیرانو له ګمارلو وروسته نن د هرات لپاره د نوي والي عبدالوحید قتالي د معرفۍ مراسم د ولسمشر د دویم مرستیال لخوا پر ځای شول.

منځګړو دغه غوښتنه پر داسې حال کې کړې، چې د عبدالله لخوا د جوړ جاړي لپاره ټاکلی لس ورځنی مهلت تېره ورځ پوره شو.

خو عبدالله په تازه څګرندونو کې د یو شمېر سیاسي مشرانو او رهبرانو له وړاندیز څخه هرکلی کړی دی ویلي یې دي، هېواد ملي ګټو او پېچلې داخلي او نړیوالې اوضاع  په کتو چمتو دی، چې د روان سیاسي بحران لپاره پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 




 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي