۰

مشرانو جرګه: حکومت د ژر تر ژره بېجنګ غونډې ته پلاوی وټاکي

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۸
مشرانو جرګې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د چین پلازمېنه بېجنګ کې جوړېدونکې بین الاافغاني ناستې ته پلاوی معرفي کړي.
مشرانو جرګه: حکومت د ژر تر ژره بېجنګ غونډې ته پلاوی وټاکي
مشرانو جرګې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د چین پلازمېنه بېجنګ کې جوړېدونکې بین الاافغاني ناستې ته پلاوی معرفي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن سه شنبې لړم ۷ مې په غونډه کې ټینګار وکړ، چې بېجنګ ته تلوونکی پلاوی باید ټول شموله وي.

هغه دې ته په اشارې چې د سولې له هر فرصت نه باید ګټه واخستل شي په ټینګار سره له حکومته وغوښتل، چې یادې غونډې ته خپل پلاوی معرفي کړي.

د جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي هم د بېجنګ ناسته د سولې لپاره مهمه وبلله ویې ویل، چې د حکومت له خوا دغه غوندې ته د پلاوی ځنډول حکومت په دې تورنوي، چې د سولې د خبرو لپاره ناتوانه دي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال د سولې په تړاو د ولسمشر غني وروستۍ طرحه هم ګټوره وبلله ویې ویل، چې دغه طرحه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اغېزمنه ده، او باید سیاسیون یې هم ملاتړ وکړي.

د ولسمشر غني په نوې طرحه کې اوربند د سولې د بین الافغانی خبرو د پیل لومړی شرط او دغه راز د پاکستان له خوا ضمانت ورکول، چې نور به یې ترهګرۍ ډلې خاوره کې ځای نه لري او ملاتړ به یې نه کېږي مهم ټکي و.

سناتورانو هم همدا ټینګار کولو چې د افغانستان جګړه نیابتي ده او افغان دولت باید په دې جګړه کې ښکېل هېوادونه دې ته متقاعد کړي، تر چې د سولې له لارې افغانستان کې خپلې ګټې ولټوي.

دوی د خلیلزاد د سفر په اړه هم څرګندونې وکړې، ویې ویل کابل ته د خلیلزاد سفر یوازې د دوه امریکایي استادانو د خوشي کولو لپاره و، او خلیلزاد سولې مېز ته د طالبانو راکشولو کې ناکام شوی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي