۰

د مصر او بنګله دېش ترهګرو هم د داعش له نوي مشر څخه بیعت اعلان کړ

یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۳
د مصر او بنګله دېش وسله والو ترهګرو ډولو هم د داعش د نوي مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي څخه خپل بیعت اعلان کړی دی.
د مصر او بنګله دېش ترهګرو هم د داعش له نوي مشر څخه بیعت اعلان کړ
د مصر او بنګله دېش وسله والو ترهګرو ډولو هم د داعش د نوي مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي څخه خپل بیعت اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د هغه ویډو خپره کړې، چې په کې ښکاري د بنګله دېش وسله وال له تور بیرغ او نظامي کالیو سره ولاړ دي.

دغه ولاړ کسان ابو ابراهیم الهاشمي القریشي څخه خپل بیعت اعلانوي او هغه خپل مشر یادوي.

همدارنګه یو شمېر نورو خپرو شویو انځورونو کې راغلي، چې د مصر د سینا دښتې داعشیان هم القریشي د خپل نوي رهبر په توګه مني.

د داعش د نوي مشر القریشي تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د نورو هېوادونو ترهګرې ډلې تر ملاتړ اعلانوي.

د داعش ډلې مخکنی مشر ابوبکر البغدادي د عقرب په څلورمه نېټه د ځانګړو امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د سوریې په شمال ادلب ښار کې و وژل شو.

د امریکا دفاع وزیر د دغه عملیاتو او بغدادي له وژل کېدو وروسته و ویل، د دوی ځواکونو هڅه کوي، البغدادي ژوندی ونیسي خو هغه په ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړې او ګمان کېږي، چې ځانمرګی برید یې وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي