۰

دفاع وزارت وايي اروزګان کې یې د طالبانو ۵۰ کسیزه ډله له منځه وړې

چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۷
ملي دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ۵۰ کسیزه وسله والې ډلې د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت وايي اروزګان کې یې د طالبانو ۵۰ کسیزه ډله له منځه وړې
ملي دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ۵۰ کسیزه وسله والې ډلې د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې عملیات کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، د وسله والو طالبانو پنځوس کسیزه ډلې په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز ډلیز برید وکړ، چې له سخت مقاومات سره مخ شول.

سرچینه زیاتوي پر همدې مهال د ځمکنۍ جګړې تر څنګ هوایي ځواک هم پر طالبانو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۵۰ واړه طالبان و وژل شول.

دفاع وزارت افغان ځواکونو ته احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي، د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات ګړندي کړي او دغه ډله باندې پوځي فشار زیات شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي