۰

کندهار کې پر افغان ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی

شنبی ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز باندې ځانمرګی برید شوی دی.
کندهار کې پر افغان ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز باندې ځانمرګی برید شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، برید نن شنبې د لړم ۱۸ مه  سهار د کندهار ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه قرارګاه شوی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو یوې قرارګاه ته څېرمه چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د هغه په وینا په دې برید کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي، خو دا چې وژل شویو او ټپیان څوک دي، د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي