ارګ ته نېږدې سرچینې وايي، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو پلاویو د بین الافغاني مذاکراتو چمتووالي ته له چینایانو سره لیدنې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، چې د افغان حکومت د ملي امنیت شورا د مرستیال عتیق نوشېر په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي د چین د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال لوو ژوو او ملي امنیت د مرستیال چینګوپنګ سره کتلي.
که څه هم سرچینې دا نه دي ویلي، چې دغه پلاوی څه وخت له چنايي چارواکو سره لیدلي خو زیاته کړې یې ده، چې دغه لیدنه د چین پلازمېنه بېجنګ کې شوې ده.
د سرچینې په وینا دواړو خوا په دې ناسته کې د بین الاافغاني مذاکراتو په میکانېزم او دغه راز د مذاکره کوونکو ټیمونو په لېستونو بحث او خبرې کړې دي.
باید و ویل شي، چې څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر یوه پلاوی هم د چین د همدغه پلاوي سره لیدلي او د بین الافغاني ناستې په اړه یې ورسره خبرې کړې دی.
ټاکل شوې وه، چې د چین بین الاافغاني ناسته وړاندې جوړه شوې وای، خو دغه ناسته د افغان حکومت په غوښتنه ځندېدلې او کېدای شي، په همدې نومبر میاشت کې جوړه شي.
افغان حکومت ویلي، چې یادې ناستې ته د لېږونکي پلاوی نوملړ یې چمتو کړی، خو نومونه یې له ولس سره نه دي شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل